Afghanistan Oil & Gas Corporation

د ذخیره مولوی صاحب مدیریت څخه د کندهار ولایت ته د (۱۵۰۰) ټنه د دیزلو تیلو د لېږد پروژې اعلان!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د بالمقطع…

د ذخیره مولوی صاحب مدیریت څخه د کندهار ولایت ته د (۱۵۰۰) ټنه د دیزلو تیلو د لېږد پروژې اعلان!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د بالمقطع تړون په بڼه، د ذخیره مولوی صاحب مدیریت څخه د کندهار برشنا ذخایرو ته د (۱۵۰۰) ټنه د دیزلو د لېږد په پروژه کې، چې د تشخیصیې شمېره یې AOGC/PR/RFQ/1405/(0046) ده، په داوطلبۍ کې ګډون وکړي .

داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼې برېښنایي بڼه د شرکت له رسمي ټولنیزو پاڼو او فزیکي بڼه د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست د تدارکاتو له مدیریت څخه، د رسمي کاري وختونو په جریان کې ترلاسه کړي .

درانه داوطلبان مکلف دي، چې خپل آفرونه د شرطپاڼې او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له حکمونو سره سم، په تړلې بڼه، د آفرونو د پرانیستې غونډې ته، د دوشنبه په ورځ، د ۱۵ /۰۴/۱۴۴۸ نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست اداري ودانۍ ته، چې د ۵۶ مرکز تیلو ټانک شاته موقعیت لري، له ځان سره راوړي .

یادونه: له ټاکلي وخت څخه وروسته رسېدلي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي