Afghanistan Oil & Gas Corporation
د روزنک مدیریت څخه مرکزي ذخایرو ته ( ۱۰۰۰ څخه تر ۱۳۰۰ ټنو) پورې د ډیزلو د لېږدونې پروژې اعلان
د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان نفت او شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، ترڅو د روزنک…
د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان نفت او شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، ترڅو د روزنک مدیریت څخه مرکزي ذخایرو ته د چهارچوبي تړون په ترڅ کې حداقل( ۱۰۰۰ ټنه) او حداکثر( ۱۳۰۰ ټنه) ډیزل د لېږدونېپروژې په داوطلبۍ کې، چې د تشخیصیې شمیره یې (AOGC/PR/REO/1405/(0029) دی، ګډون وکړي.
پر شرایطو برابر داوطلبان کولای شي، د یادې پروژې شرطپاڼه د شرکت له ټولنیزو پاڼو څخه په برېښنایي بڼه او یا د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست د تدارکاتو له مدیریت څخه په فزیکي بڼه، د رسمي کاري ساعتونو په جریان کې ترلاسه کړي.
درانه داوطلبان مکلف دي، چې خپل وړاندیزونه د داوطلبۍ په اسنادو کې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو له نافذه قانون او طرزالعمل سره سم، په تړلې بڼه، د آفر پرانېستې په غونډه کې، د سهشنبې په ورځ، د ۱۴۴۸/۰۳/۲۵ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست د تدارکاتو مدیریت اداري ودانۍ ته، چې د ۵۶ مرکز ټانک شاته موقعیت لري، وسپاري.
یادونه: له ټاکل شوې نېټې او وخت څخه وروسته رسېدلي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.