Afghanistan Oil & Gas Corporation

د روزنک نفت او ګاز مدیریت د تخلیې او بارولو د اړتیا وړ توکو د تدارک او پېرلو پروژې خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د روزنک نفت او ګاز…

د روزنک نفت او ګاز مدیریت د تخلیې او بارولو د اړتیا وړ توکو د تدارک او پېرلو پروژې خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د روزنک نفت او ګاز مدیریت د تخلیې او بارولو د اړتیا وړ توکو د تدارک او پېرلو په پروژه کې، چې د AOGC/PR/REO/1405/(0374) تشخیصیه شمېره لري، ګډون وکړي.

درانه داوطلبان کولای شي، د یادې پروژې د داوطلبۍ اسناد په سافټ بڼه د شرکت له رسمي ټولنیزو رسنیو او یا په فزیکي بڼه د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست د تدارکاتو له مدیریت څخه، په رسمي کاري ساعتونو کې ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل وړاندیزونه د داوطلبۍ په اسنادو کې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو د نافذه قانون او طرزالعمل له مخې، په تړلې بڼه، د آفر پرانېستې په غونډه کې د ګډون په موخه د یاد ریاست د تدارکاتو مدیریت ته، چې د (۵۶مرکز امارتي تیلو ټانک) شا ته موقعیت لري، وسپاري.

د آفر پرانېستې غونډه ۱۴۴۸ هـ.ق کال د پنځمې میاشتې په ۱۶مه، د چهارشنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د هرات حوزوي ریاست په اداري ودانۍ کې ترسره کيږي.

له ټاکلي وخت وروسته رسېدلي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.