Afghanistan Oil & Gas Corporation
د روزنک نفت او ګاز مدیریت د تخلیې او بارولو لپاره د اړتیا وړ توکو د پېرلو خبرتیا!
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د روزنک نفت او ګاز…
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د روزنک نفت او ګاز مدیریت د تخلیې او بارولو لپاره د اړتیا وړ توکو د پېرېدنې پروژې په داوطلبۍ کې، چې د AOGC/PR/RFQ/1405/(0374) تشخیصیه شمېره لري، ګډون وکړي.
درانه داوطلبان کولای شي د یادې پروژې اسناد په سافټ بڼه د شرکت له رسمي ټولنیزو رسنیو او یا په فزیکي بڼه د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست د تهیه او تدارکاتو له مدیریت څخه، په رسمي کاري ساعتونو کې ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپل وړاندیزونه د تدارکاتو د اسنادو له درج شویو شرایطو او د تدارکاتو د نافذه قانون او طرزالعملونو سره سم، په سر تړلې بڼه، د شنبې په ورځ، د ۱۴۴۸/۶/۳ نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د آفرپرانیستې غونډه لپاره، د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست د تهیه او تدارکاتو مدیریت ته، چې د ۵۶مې شمېرې مرکز ټانک شاته موقعیت لري، وسپاري.
له ټاکلې مودې وروسته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې لېږل شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.