Afghanistan Oil & Gas Corporation
د روغنیاتو د پېرودلو پروژې د قرارداد د ورکړې په اړه د تصمیم خبرتیا!
د تدارکاتو د طرزالعمل د ۸۴مې مادې د حکم پر بنسټ، د افغانستان نفت او ګاز شرکت ټولو داوطلبانو ته خبر ورکوي چې د مرکز او ولایتونو د وسایطو او خدماتي…
د تدارکاتو د طرزالعمل د ۸۴مې مادې د حکم پر بنسټ، د افغانستان نفت او ګاز شرکت ټولو داوطلبانو ته خبر ورکوي چې د مرکز او ولایتونو د وسایطو او خدماتي ماشینآلاتو لپاره د اړتیا وړ روغنیاتو د پېرلو پروژه، چې (AOGC/NCB/1405/G-23) تشخیصیه شمېره لري، د نقیب فضل خیرخواه تجارتي او لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې د (56780) جواز لرونکی او د کابل ولایت د کمپنۍ سیمې، قلعه حیدرخان کې موقعیت لري، د لږ تر لږه ۱۱٬۹۹۰٬۰۰۰ (یوولس میلیونه او نهه سوه نوي زره) افغانیو او د اعظمي ۲۴٬۱۲۰٬۰۰۰ (څلورویشت میلیونه او یو سل او شل زره) افغانیو په مجموعي بیه د تړون د ورکړې تصمیم نیولی دی.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولای شي د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د (۵) کاري ورځو په موده کې خپل لیکلی اعتراض، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د کابل ښار، خیرخانې کوتل، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، وسپارئ.
دا خبرتیا د تړون کولو په معنی نه ده؛ تړون به د ټاکلې مودې تر پای ته رسېدو او د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته، د نافذه تدارکاتي اصولو او مقرراتو له مخې، نهایي او لاسلیک شي.