Afghanistan Oil & Gas Corporation

د شرکت د مرکزي دفتر شاته د ۱۰۰ متره مربع ځمکې د اجارې ورکولو د مزایدې بیا اعلان!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت، د کابل ولایت د شرکت د مرکزې دفتر شاته 100 متر مربع سپنه ځمکه د تړون له لارې په کرایه…

د شرکت د مرکزي دفتر شاته د ۱۰۰ متره مربع ځمکې د اجارې ورکولو د مزایدې بیا اعلان!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت، د کابل ولایت د شرکت د مرکزې دفتر شاته 100 متر مربع سپنه ځمکه د تړون له لارې په کرایه ورکوي.

هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد جایدا ( 100 ) متر مربع سپنې ځمکې د کرایې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲ / ۷ /۱۴۰۵ هـ ش ، چې د ۱۲ / ۴ /۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري ، د غوښتنلیک له وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د ( ۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷ مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.

د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان د ۴/۷/۱۴۰۵ هـ.ش نېټه، چې د شنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت ته مراجعه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي.