Afghanistan Oil & Gas Corporation

د شرکت د مرکزي دفتر شاته د ۲۳۸،۶۱ متره مربع ځمکې د اجارې ورکولو د داوطلبۍ بیا اعلان

د افغانستان امارتي د نفت او ګاز شرکت ، چې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست اړوند دی، خپله 238,61 مربع متره ځمکه چې د کابل ولایت د شرکت مرکزِ ي دفتر شاته موقعیت…

د شرکت د مرکزي دفتر شاته د ۲۳۸،۶۱ متره مربع ځمکې د اجارې ورکولو د داوطلبۍ بیا اعلان

د افغانستان امارتي د نفت او ګاز شرکت ، چې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست اړوند دی، خپله 238,61 مربع متره ځمکه چې د کابل ولایت د شرکت مرکزِ ي دفتر شاته موقعیت لري، د قرارداد له مخې په کرایه ورکوي .

هغه افراد، اشخاص او شرکتونه چې د یادې ځمکې د قرارداد اخیستو هیله لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۲ / ۶ /۱۴۰۵ هـ ش ، چې د ۲۱ /۳/۱۴۴۸ هـ ق سره سمون لري، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د یادې ځمکې د داوطلبۍ شرطنامه د ( ۱۰۰۰ ) افغانیو په بدل کې د افغانستان امارتي د نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او د جوازونو د ثبت له مرستیالۍ څخه، چې د کابل ښار، کوتل خیرخانه، د ښاروالۍ د ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي .

ګډونوال دې په ټاکل شوې نېټه د وړاندیزونو د پرانیستې په غونډه کې د ګډون لپاره مراجعه وکړي .

د شرطنامې له مخې، تضمین به اخیستل کېږي