Afghanistan Oil & Gas Corporation

د شمال او جنوب زونونو لپاره د امنیتي کامرو د وسایلو د پېرلو پروژې د تړون‌ورکړې د تصمیم خبرتیا!

د تدارکاتو د طرزالعمل د (۲) فقرې او ۸۴مې مادې د حکم پر بنسټ، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت په…

د شمال او جنوب زونونو لپاره د امنیتي کامرو د وسایلو د پېرلو پروژې د تړون‌ورکړې د تصمیم خبرتیا!

د تدارکاتو د طرزالعمل د (۲) فقرې او ۸۴مې مادې د حکم پر بنسټ، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت په پام کې لري، د شمال او جنوب زونونو لپاره د امنیتي کامرو د وسایلو پېرلو پروژه، چې د AOGC/NCB/1405/G-27 تشخیصیه شمېره لري، له آصف درویش سوداګریز شرکت سره، چې د (۱۵۵۳۱) شمېرې جواز لرونکی او د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ۱۷مې ناحیې اړوند موقعیت لري، د حد اقل (۴،۹۶۱،۴۱۵٫۰۰) څلور میلیونه نهه سوه یو شپېته زره او څلور سوه پنځلس افغانیو او حد اکثر (۸،۴۷۶،۴۳۹٫۰۰) اته میلیونه څلور سوه شپږ اویا زره او څلور سوه نهه دېرش افغانیو په مجموعي قیمت، د تړون‌ورکړې تصمیم ونیسي.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې د یادې پروژې د تړون‌ورکړې په اړه هر ډول اعتراض یا نیوکه لري، کولای شي د تدارکاتو د طرزالعمل د (۳) فقرې او ۸۴مې مادې د حکم پر بنسټ، د دغې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو (۵) کاري ورځو په موده کې، خپل اعتراض له اړوندو دلایلو او اسنادو سره یوځای، په رسمي ډول د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وړاندې کړي.

یادونه: دا خبرتیا د تړون لاسلیکولو په معنی نه ده.

د اعتراض لپاره د ټاکل شوې مودې له بشپړېدو او د اړوندو قانوني پړاوونو له بشپړولو وروسته به د تړون د لاسلیکولو په اړه اړينې کړنې ترسره شي.