Afghanistan Oil & Gas Corporation
د غزنی ولایت د اداری تعمیر د ترمیم پروژې د تړون د ورکړې خبرتیا!
د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او څلور اتیاوم (۸۴) حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې د شرکتونو عمومی ریاست ا ړوند د افغانستان د نفت او…
د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او څلور اتیاوم (۸۴) حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې د شرکتونو عمومی ریاست ا ړوند د افغانستان د نفت او ګاز شرکت په پام کې لري د غزنی ولایت د اداری تعمیر د ترمیم پروژه چې د ( AOGC/NCB/1405/W- 08 ) تشخیصیه شمېره لري، له جلات خان ظاهری ساختمانی او سرکسازی شرکت ، چې د (108311) جواز لرونکی او اول ګذر د سولې چوک دو سرکه صالح محمد چوک ته څیرمه څلورمه ناحیه، مرکز هلمند، لشکرګاه کې موقعیت لري، د ( 1,389,170.00 ) یو میلیون دری سوه نه آتیا زره او یو سل اویا افغانی په مجموعي قیمت سره تړون وکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض یا نیوکه ولري د تدارکاتو د طرزالعمل د (۳) فقرې او (۸۴) حکم پر بنسټ کولای شي، د دغې خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر (۵) کاري ورځو پورې خپل اعتراض یا نیوکه، له اړوندو دلایلو او اسنادو سره یو ځای، په رسمي ډول د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار، خیرخانې کوتل، د ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وړاندې کړي.