Afghanistan Oil & Gas Corporation

د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د دولتي تېلو ټانک د اجارې ورکولو د داوطلبۍ (مزایدې) بیا اعلان!

ښاغلی محبوب الله د خلیفه نور محمد زوی، د افغانستان نفت او ګاز شرکت اړوند ملکیت (د غور ولایت تولک ولسوالۍ امارتي تیلو ټانک) د (2,083.3) افغانیو میاشتنۍ کرایې…

د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د دولتي تېلو ټانک د اجارې ورکولو د داوطلبۍ (مزایدې) بیا اعلان!

ښاغلی محبوب الله د خلیفه نور محمد زوی، د افغانستان نفت او ګاز شرکت اړوند ملکیت (د غور ولایت تولک ولسوالۍ امارتي تیلو ټانک) د (2,083.3) افغانیو میاشتنۍ کرایې په بدل کې د قرارداد له مخې په کرایه واخلي.

هغه افراد، اشخاص او شرکتونه چې د یاد ټانک تیل د داوطلبۍ غوښتنه لري، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه بیا تر ۹/۷/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۸/۴/۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د غور ولایت نفت او ګاز آمریت او یا د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.

د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان په ۱۱/۷/۱۴۰۵هـ.ش نېټه، چې د شنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي.