Afghanistan Oil & Gas Corporation
د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ د امارتي تېلو ټانک د اجارې (مزایدې) لپاره د داوطلبۍ بیا اعلان
ښاغلي محبوب الله د نور محمد زوی، د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ د تېلو ټانک د افغانستان د امارتي نفت او ګاز شرکت ملکیت د میاشتني کرایې په بدل کې دې د (۲۵۰۰)…
ښاغلي محبوب الله د نور محمد زوی، د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ د تېلو ټانک د افغانستان د امارتي نفت او ګاز شرکت ملکیت د میاشتني کرایې په بدل کې دې د (۲۵۰۰) افغانیو په مبلغ په اجاره واخلي.هغه افراد، اشخاص او شرکتونه چې د داوطلبۍ غوښتنه ولري ، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۵/۶/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۲۴/۳/۱۴۴۸ هـ ق سره سمون لري، د رسمي غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د یاد تیلو ټانک د داوطلبۍ شرطنامه د (1000) افغانۍ په بدل کې د غور ولایت د نفت او ګاز له مدیریت او یا د د افغانستان امارتي نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او د جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي او په ټاکلې نېټه دې د وړاندیزونو د پرانیستې (بازګشایۍ) په غونډه کې د ګډون لپاره مراجعه وکړي.د شرطنامې له حکمونو سره سم، تضمین اخیستل کېږي.