Afghanistan Oil & Gas Corporation
د غور ولایت د لعل او سرجنگل ولسوالۍ د امارتي تېلو ټانک د اجارې ورکولو د داوطلبۍ (مزایدې) بیا اعلان
«ښاغلي محبوب الله د نور محمد زوی، د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د تېلو ټانک د نفت او ګاز شرکت ملکیت د (۴،۵۸۳) افغانیو په مبلغ د میاشتنۍ کرایې په بدل کې…
«ښاغلي محبوب الله د نور محمد زوی، د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د تېلو ټانک د نفت او ګاز شرکت ملکیت د (۴،۵۸۳) افغانیو په مبلغ د میاشتنۍ کرایې په بدل کې په اجاره واخلي.هغه افراد، اشخاص او شرکتونه چې د داوطلبۍ غوښتنه ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۵/۶/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۲۴/۳/۱۴۴۸ هـ ق سره سمون لري، د رسمي غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د یاد تیلو ټانک د داوطلبۍ شرظپاڼه د (1000) افغانیو په بدل کې د غور ولایت نفت او ګاز له مدیریت او یا د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت د سوداګریزو جایدادونو او د جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار، خیرخانې کوتل، د ښاروالۍ ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي او په ټاکلې نېټه دې د وړاندیزونو د پرانیستې(بازګشایۍ) په غونډه کې د ګډون لپاره مراجعه وکړي.د شرطپاڼې له حکمونو سره سم، تضمین اخیستل کېږي»