Afghanistan Oil & Gas Corporation

د غور ولایت د ۴۶۰ ټنه مایع ګازو په تأسیساتو کې د یوې ژورې څاه د کیندلو پروژې اعلان

د هرات ولایت نفت او گاز حوزوی ریاست له ټولو واجد شرایطو او وړ داوطلبانو څخه بلنه ورکوي، ترڅو د استصناع بیع د عقد پروژې (د غور ولایت د ۴۶۰ ټنه مایع ګازو په…

د غور ولایت د ۴۶۰ ټنه مایع ګازو په تأسیساتو کې د یوې ژورې څاه د کیندلو پروژې اعلان

د هرات ولایت نفت او گاز حوزوی ریاست له ټولو واجد شرایطو او وړ داوطلبانو څخه بلنه ورکوي، ترڅو د استصناع بیع د عقد پروژې (د غور ولایت د ۴۶۰ ټنه مایع ګازو په تأسیساتو کې د یوې ژورې څاه کیندل) په داوطلبۍ پروسه کې، چې د تشخیصیه شمېرې AOGC/NCB/1405/0035 لرونکې ده، ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي د داوطلبۍ شرطنامه په هارډ کاپي بڼه د د هرات ولایت نفت او گاز حوزوی ریاست د تهیه او تدارکاتو مدیریت څخه د رسمي کاري وختونو په جریان کې ترلاسه کړي.

داوطلبان مکلف دي چې خپلې آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم، په سر تړلو پاکټونو کې، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۵ تقویمي ورځو پورې، د هرات ولایت نفت او گاز حوزوی ریاست د تهیه او تدارکاتو مدیریت ته، چې پته یې د هرات ښار شپږمه ناحیه، د دولتي ۵۶ شمېرې تانک تېل شاته ده، وړاندې کړي.

ناوخته رسېدلي او په انټرنېټي ډول وړاندې شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د بانکي تضمین اندازه ۶٪ ټاکل شوې ده.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د شرطنامې په متن کې د ټاکل شوې نېټې سره سم، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د هرات د نفت او ګاز ریاست په اداري تعمیر کې ترسره شي.

یادونه: له غوښتونکو څخه د شرطنامې د ترلاسه کولو په بدل کې د ۱،۰۰۰ (زر) افغانیو مبلغ اخیستل کېږي.