Afghanistan Oil & Gas Corporation

د غور ولایت ۴۶۰ټنه اوبلن‌ګاز په تأسیساتو کې د ژورې څاه کېندنې خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، له ټولو واجدو شرایطو لرونکو داوطلبانو څخه بلنه ورکوي، څو د استصناع د…

د غور ولایت ۴۶۰ټنه اوبلن‌ګاز په تأسیساتو کې د ژورې څاه کېندنې خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، له ټولو واجدو شرایطو لرونکو داوطلبانو څخه بلنه ورکوي، څو د استصناع د بیعې قرارداد د عقد پروژې په داوطلبۍ پروسه کې (د غور ولایت د ۴۶۰ ټنه مایع ګازو په تاسیساتو کې د یوې ژورې څاه کیندل) چې د تشخیصیه شمېرې (AOGC/NCB/1405/0035) لرونکې ده، ګډون وکړي .

داوطلبان کولای شي د داوطلبۍ شرطنامه په چاپي بڼه د شرکت د تدارکاتو له مدیریت څخه، د رسمي کاري ساعتونو په جریان کې، ترلاسه کړي.

داوطلبان باید خپلې آفرونه د شرطنامې له درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې، په سر‌تړلي بڼه، د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۵ تقویمي ورځو پورې، د شرکت د تدارکاتو مدیریت ته، چې پته یې د هرات ښار شپږمه ناحیه، د دولتي تېلو ټانک ۵۶ مرکز شاته، هرات ده، وسپاري .

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د بانکي تضمین اندازه ۶ ٪ ټاکل شوې ده، او د آفرګشایۍ غونډه به د شرطنامې په متن کې د درج شوې ټاکلې نېټې په ورځ، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو ، د هرات د نفت او ګاز ریاست په اداري ودانۍ کې ترسره شي .

یادونه : له غوښتونکو څخه د شرطنامې د ترلاسه کولو په بدل کې د ۱۰۰۰ افغانیو مبلغ اخیستل کېږي .

د یادونې وړ ده، چې له ټاکلي وخت څخه وروسته را رسېدلي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.