Afghanistan Oil & Gas Corporation

د فراه ولایت د مرکز دولتی تېلو ټانک باندې د پانګونې خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان د نفت او ګاز شرکت، په پام کې لري چې د فراه ولایت د مرکزی امارتي تېلو ټانک، چې د دغه شرکت ملکیت دی، د خصوصي…

د فراه ولایت د مرکز دولتی تېلو ټانک باندې د پانګونې خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان د نفت او ګاز شرکت، په پام کې لري چې د فراه ولایت د مرکزی امارتي تېلو ټانک، چې د دغه شرکت ملکیت دی، د خصوصي پانګه ‌والو په شخصي پانګونه د امتیازي قرارداد له مخې یې رغونه ترسره کړي.

هغه افراد، حقیقي او حقوقي اشخاص او شرکتونه چې په یاده پروژه کې د پانګونې لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ش، چې د ۲۲/۴/۱۴۴۸ هـ.ق نېټې سره سمون لري، خپل غوښتنلیک وړاندې کړي او د یادې پروژې د بیارغونې او برنډینګ د شرطپاڼې یوه نسخه د (۱۰۰۰) افغانۍ په بدل کې د فراه ولایت د نفت او ګاز مدیریت څخه، یا د افغانستان د نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او د جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل، د ښاروالۍ د اوولسمې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.

یادونه: د شرطپاڼې له مخې به له داوطلبانو څخه تضمین هم اخیستل کېږي.