Afghanistan Oil & Gas Corporation
د لغمان ولایت، قرغهیې ولسوالۍ، د سرخکان په سیمه کې د ۵۴۰۶ مترمربع ځمکې د کرایې ورکولو د داوطلبۍ بیاځلې اعلان
د دولتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز دولتي شرکت، د لغمان ولایت د قرغهیې ولسوالۍ د سرخکان په سیمه کې خپل ملکیت( ۵۴۰۷ مترمربع)…
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت، د لغمان ولایت د قرغهیې ولسوالۍ د سرخکان په سیمه کې خپل ملکیت( ۵۴۰۷ مترمربع) ځمکه د تړون له مخې په کرایه ورکوي.
هغه افراد، اشخاص او شرکتونه چې غواړي یاده ځمکه د تړون له مخې په کرایه واخلي، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴/۶/۱۴۰۵ هـ.ش، چې له ۲۳/۳/۱۴۴۸ هـ.ق نېټې سره سمون لري، د غوښتنلیک له وړاندې کولو وروسته د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د لغمان ولایت نفت او ګاز مدیریت او یا هم د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.
د وړاندیزونو د پرانیستې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان د ۱۵/۶/۱۴۰۵ هـ.ش نېټه، چې د یکشنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ د شرطپاڼې له مخې، د داوطلبۍ تضمین غوښتل کېږي.