Afghanistan Oil & Gas Corporation
د لغمان ولایت د مرکز امارتي پمپسټېشن باندې د پانګونې خبرتیا!
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت په پام کې لري، چې په لغمان ولایت کې خپل ملکیت(مرکزي پمپسټېشن) د خصوصي سکتور د پانګونې له لارې، د…
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت په پام کې لري، چې په لغمان ولایت کې خپل ملکیت(مرکزي پمپسټېشن) د خصوصي سکتور د پانګونې له لارې، د امتیازي تړون په بدل کې، بیارغونه او برانډ کړي.
له همدې لامله، ټولو هغو شرکتونو او اشخاصو ته بلنه ورکوي، چې پر یادې پروژې د پانګونې لېوالتیا لري، خپل غوښتنلیکونه د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۹/۹ نېټې پورې وړاندې کړي.
لېواله شرکتونه او اشخاص کولای شي، د یادې پروژې شرطپاڼه د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې، د لغمان ولایت نفت او ګاز له مدیریت څخه او یا هم د افغانستان نفت او ګاز شرکت له مرکزي دفتر څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل پر سر، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.
یادونه: د پروژې د نقشې او اړوندو احجامو د ترلاسه کولو لپاره، غوښتونکي باید له ځان سره فلش ولري.