Afghanistan Oil & Gas Corporation

د مختلف النوع تیز رفتار او لوړ تناژ وسایطو لپاره د تایرونو او بتریو پیرودلو پروژي خبرتیا!

د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت ټول په شرایطو برابر داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي تر څو په 1405 مالي کال کې د افغانستان د نفت او ګاز امارتی شرکت…

د مختلف النوع تیز رفتار او لوړ تناژ وسایطو لپاره د تایرونو او بتریو پیرودلو پروژي خبرتیا!

د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت ټول په شرایطو برابر داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي تر څو په 1405 مالي کال کې د افغانستان د نفت او ګاز امارتی شرکت لپاره د مرکز او ولایتونو د اړتیا وړ د تیز رفتار وسایطو پرزو پیرودلو پروژي په ( AOGC/NCB/1405/G- 18 ) تشخیصیه نمبر سره اشتراک وکړي او د دي شرطپاڼه په سافټ بڼه ( د نفت او ګازو امارتي شرکت اړوند د تدارکاتو آمریت) څخه په رسمي ډول ترلاسه کړي، داوطلبان (شرکتونه) خپل آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو او د عقودو د نوي قانون مطابق په تړلي بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ( 12 ) تقویمي ورځو پورې ( د افغانستان د امارتي شرکت اړوند د تدارکاتو آمریت) چې د خیرخانې د کوتل د ۱۷ ناحیې ترځنګ واقع دی وسپارئ ناوخته او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي د نوموړې پروژې تضمین آفر اظهارنامه مهر، امضاء او ضمیمه وکړي او د آفر پرانیستې غونډه (جلسه) په 10:00 بجو مخکې له غرمې د مالي او اداري ریاست په ودانۍ کې ترسره کیږي.