Afghanistan Oil & Gas Corporation
د مدینې مارکېټ شاته د ۲۱۵۰ متره مربع ځمکې د اجارې ورکولو د داوطلبۍ بیا اعلان
د افغانستان امارتي د نفت او ګاز شرکت، چې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست اړوند دی، خپله 2150 مربع متره ځمکه چې د کابل ولایت د مدینه مارکیت شاته د خیرخانې کوتل…
د افغانستان امارتي د نفت او ګاز شرکت، چې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست اړوند دی، خپله 2150 مربع متره ځمکه چې د کابل ولایت د مدینه مارکیت شاته د خیرخانې کوتل ـ قمبر څلورلارې د حلقوي سړک په نبش کې موقعیت لري، د قرارداد له مخې په کرایه ورکوي.هغه افراد، اشخاص او شرکتونه چې د یادې ځمکې د قرارداد اخیستو هیله لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱/۶/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۳۰/۳/۱۴۴۸ هـ ق سره سمون لري، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د یادې ځمکې د داوطلبۍ شرطنامه د )۱۰۰۰( افغانیو په بدل کې د افغانستان امارتي د نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او د جوازونو د ثبت له مرستیالۍ څخه، چې د کابل ښار، کوتل خیرخانه، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.ګډونوال دې په ټاکل شوې نېټه د وړاندیزونو د پرانیستې په غونډه کې د ۱۴۰۵/۶/۲۲ نېټې د یکشنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ بجو دې د وړاندیزونو د پرانیستلو په غونډه کې د ګډون په موخه مراجعه وکړي.
، د شرطنامې له مخې، تضمین به اخیستل کېږي.