Afghanistan Oil & Gas Corporation
د مرکز او ولایاتو د برج برق ارتقا پروژی د تړون د ورکړې خبرتیا (بادام باغ)
د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او څلور اتیاوم حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت په نظر کې لري…
د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او څلور اتیاوم حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت په نظر کې لري بادام باغ مدیریت د کابل ولایت د مرکز او او ولایات د برج برق ارتقاکې پروژه د ( AOGC/NCB/1405/W-40-1 ) تشخیصیه نمبر درلودونکې، د تابش روشنایی لوژستیکی خدماتو شرکت د (76177) نمبر جواز لرونکی د کابل ولایت اړوند ۱۵ ناحیې د معمار شهر قصبه کې واقع دی په مجموعي قیمت ( (3,747,408.00 دری میلیون ا وه سوه او اوه څلویښت زره او څلور سوه اته افغانۍ تړون (قرارداد) کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص په دغه برخه کې هر ډول نیوکه (اعتراض) لري کولای شي د خبرتیا له نېټې څخه تر (5) کاري ورځو پورې په رسمي بڼه له دلایلو سره( د افغانستان د نفت او ګازو اماري شرکت اړوند د تدارکاتو آمریت) چې د خیرخانې د کوتل په سر د 17 ناحیې سره موقعیت لري د تدارکاتو د طرزالعمل د دریمې (3) فقرې او څلور اتیاوم حکم په اساس وړاندې کړي نوموړې خبرتیا د تړون ( قرارداد) په معنی نه ده تر یاد شوي وخت او قانوني پړاوونو تر بشپړیدو وروسته یاد تړون ( قرارداد ) تړل کیږي.