Afghanistan Oil & Gas Corporation

د ننګرهار ولایت، جلال‌اباد ښار د چکنورې سیمې د یو جریب، درې بسوې او نولس بسواسې ځمکې د اجارې ورکولو د داوطلبۍ د بیاځلې خبرتیا!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار په چکنوري سیمه کې یو جریب، درې بسویي او نولس بسواسي سپنه…

د ننګرهار ولایت، جلال‌اباد ښار د چکنورې سیمې د یو جریب، درې بسوې او نولس بسواسې ځمکې د اجارې ورکولو د داوطلبۍ د بیاځلې خبرتیا!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار په چکنوري سیمه کې یو جریب، درې بسویي او نولس بسواسي سپنه ځمکه د تړون له لارې په کرایه ورکوي.

هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد جایداد (یو جریب، درې بسویي او نولس بسواسي) سپنې ځمکې د کرایې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۰/۷/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۳۰/۴/۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري ، د غوښتنلیک له وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د ننګرهار ولایت نفت او ګاز آمریت او یا د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.

د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان د ۲۱/۷/۱۴۰۵هـ.ش نېټه، چې د سه شنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت ته مراجعه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي))