Afghanistan Oil & Gas Corporation

د هرات حوزوي ریاست د تحویلخانې د پارټېشن او الماریو جوړولو لپاره د اړینو اجناسو د تهیه او تدارک غوښتنه

د هرات د نفت او ګاز امارتي شرکت حوزوي ریاست، ټول په شرایطو برابر داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې، د هرات حوزوي ریاست د تحویلخانې د پارټېشن او الماریو…

د هرات حوزوي ریاست د تحویلخانې د پارټېشن او الماریو جوړولو لپاره د اړینو اجناسو د تهیه او تدارک غوښتنه

د هرات د نفت او ګاز امارتي شرکت حوزوي ریاست، ټول په شرایطو برابر داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې، د هرات حوزوي ریاست د تحویلخانې د پارټېشن او الماریو جوړولو لپاره د اړینو اجناسو د تهیه او تدارک غوښتنه ، ترسره کېږي او د AOGC/PR/REO/1405/(0323) تشخیص شمېرې لرونکې ده، د ګډون غوښتنه کوي.

له همدې امله، غوښتونکي کولای شي د یادې پروژې د داوطلبۍ/غوښتنې اسناد د شرکت د رسمي ټولنیزو رسنیو له لارې (سافټ) بڼه او یا یې د هرات د نفت او ګاز امارتي شرکت حوزوي ریاست د تهیه او تدارکاتو له مدیریت څخه (هارډ) بڼه په رسمي کاري وختونو کې ترلاسه کړي.

درانه داوطلبان دې خپل وړاندیزونه د داوطلبۍ په اسنادو کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم، په تړلې بڼه، د آفرګشایۍ په غونډه کې د شنبه په ورځ، د ۱۴۴۸/۰۳/ ۲۹ نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د هرات د نفت او ګاز شرکت حوزوي ریاست د تهیه او تدارکاتو مدیریت اداري تعمیر ته، چې د ۵۶ مرکز ټانک شاته موقعیت لري، له ځان سره راوړي.

د یادونې وړ ده، چې له ټاکلي وخت څخه وروسته را رسېدلي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.