Afghanistan Oil & Gas Corporation

د هرات د امارتي تېلو ټانک نمبر ۵۶ ته څېرمه د درې پوړیزې ودانۍ د اجارې داوطلبۍ د بیا اعلان خبرتیا

د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت ، د شرکتونو لوی ریاست اړوند ، خپل ملکیت چې د هرات ولایت په مرکز کې د امارتي تېلو ټانک ۵۶ نمبر ترڅنګ موقعیت لرونکې درې…

د هرات د امارتي تېلو ټانک نمبر ۵۶ ته څېرمه د درې پوړیزې ودانۍ د اجارې داوطلبۍ د بیا اعلان خبرتیا

د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت ، د شرکتونو لوی ریاست اړوند ، خپل ملکیت چې د هرات ولایت په مرکز کې د امارتي تېلو ټانک ۵۶ نمبر ترڅنګ موقعیت لرونکې درې پوړیزه ودانۍ ده، غواړي خپل یاد جایداد قرارداد له لارې په کرایه ور کړي.

هغه افراد، اشخاص او شرکتونه چې د یادې ودانۍ د کرایې قرارداد ترلاسه کولو هیله لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۵/۲۴ هـ.ش پورې، چې د ۱۴۴۸/۳/۲ هـ.ق سره سمون لري، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د یادې ودانۍ د داوطلبۍ شرطپاڼه د ( ۱۰۰۰ ) افغانیو په بدل کې د هرات ولایت د نفت او ګاز ریاست څخه، یا هم د افغانستان امارتي د نفت او ګاز امارتي شرکت د سوداګریزو جایدادونو او د جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل، د ښاروالۍ د ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي .

ټول ګډونوال دې په ټاکلې نېټه د خپلو وړاندیزونو د پرانیستې (بازګشایۍ) په غونډه کې د ګډون لپاره حاضر شي .

د شرطنامې له مخې، نغدي تضمین اخیستل کېږي .