Afghanistan Oil & Gas Corporation

د هرات د مولوي صاحب له ذخايرو څخه ارزګان او زابل ولايتونو ته د ډیزلو او پټرولو د لېږد پروژې خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د چهارچوبي تړون په ترڅ کې د هرات ولایت له…

د هرات د مولوي صاحب له ذخايرو څخه ارزګان او زابل ولايتونو ته د ډیزلو او پټرولو د لېږد پروژې خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د چهارچوبي تړون په ترڅ کې د هرات ولایت له مولوي صاحب ذخایرو څخه ارزګان ولایت ته له( ۳۵۰ تر ۴۰۰ ټنه) پورې ډیزل او له( ۲۵ تر ۳۰ ټنه) پورې پټرولو؛ همدارنګه زابل ولایت ته له ( ۳۰۰ تر ۳۵۰ ټنه) پورې ډیزل او له (۲۵ تر ۳۰ ټنه) پورې پټرولو د لېږد پروژې، چې د تشخیصیه شمېرې AOGC/NCB/1405-02(57) لرونکې ده، په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

درانه داوطلبان کولای شي، د یادې پروژې شرطپاڼه په فزیکي بڼه، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه، په رسمي کاري ساعتونو کې ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له درج شویو شرایطو او د تدارکاتو نافذه قانون او اړوندو طرزالعملونو سره سم، په سر تړلې بڼه، د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د دوو (۲) کاري ورځو په موده کې د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

له ټاکلې مودې وروسته رسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرپرانېستې غونډه به د شرطپاڼې له مخې، په ټاکل شوې نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شي.