Afghanistan Oil & Gas Corporation
د هرات د نفت او ګاز شرکت حوزوي ریاست د درېیمې ربعې د اړتیا وړ قرطاسیې توکو د تهیه او تدارک خبرتیا!
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست ، ټول په شرایطو برابر داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې، د هرات د…
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست ، ټول په شرایطو برابر داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې، د هرات د نفت او ګاز شرکت حوزوي ریاست د درېیمې ربعې د اړتیا وړ قرطاسیې د تدارکاتو اعلان ، ترسره کېږي او د AOGC/PR/REO/1405/(0373) تشخیص شمېرې لرونکې ده، د ګډون غوښتنه کوي.
له همدې امله، غوښتونکي کولای شي د یادې پروژې د داوطلبۍ/غوښتنې اسناد د شرکت د رسمي ټولنیزو رسنیو له لارې (سافټ) بڼه او یا یې د هرات د نفت او ګاز شرکت حوزوي ریاست د تهیه او تدارکاتو له مدیریت څخه (هارډ) بڼه په رسمي کاري وختونو کې ترلاسه کړي.
درانه داوطلبان دې خپل وړاندیزونه د داوطلبۍ په اسنادو کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم، په تړلې بڼه، د آفرګشایۍ په غونډه کې د شنبه په ورځ، د ۱۴۴۸/۰۵/ ۱۲ نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د هرات د نفت او ګاز شرکت حوزوي ریاست د تهیه او تدارکاتو مدیریت اداري تعمیر ته، چې د ۵۶ مرکز ټانک شاته موقعیت لري، له ځان سره راوړي.
د یادونې وړ ده، چې له ټاکلي وخت څخه وروسته را رسېدلي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.