Afghanistan Oil & Gas Corporation
د هرات روزنک مدیریت څخه د مولوي صاحب د ذخیرې مدیریت ته د (۵۱۰) ټنه ډیزلو د لېږد پروژې اعلان
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د بالمقطع…
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د بالمقطع تړون په بڼه، د هرات روزنک مدیریت څخه د مولوي صاحب د ذخیرې مدیریت ته د )۵۱۰( ټنه ډیزلو د لېږد پروژې، چې د تشخیصیې شمېره یې AOGC/PR/RFQ/1405/(0040) ده، په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼې برېښنایي بڼه د شرکت له رسمي ټولنیزو پاڼو او فزیکي بڼه د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست د تدارکاتو له مدیریت څخه، د رسمي کاري وختونو په جریان کې ترلاسه کړي.
درانه داوطلبان مکلف دي، چې خبل آفرونه د شرطپاڼې او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له حکمونو سره سم، په تړلې بڼه، د آفرونو د پرانیستې غونډه ته، د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۸/۳/۲۷ نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست اداري ودانۍ ته، چې د ۵۶ مرکز تیلو ټانک شاته موقعیت لري، له ځان سره راوړي.
یادونه: له ټاکلي وخت څخه وروسته رسېدلي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.