Afghanistan Oil & Gas Corporation
د هرات ولایت اړوند د تورغندۍ مدیریت کې د اداري ودانۍ جوړولو پروژې د تړون د ورکړې خبرتیا
د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او څلور اتیاوم حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت په نظر کې لري د…
د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او څلور اتیاوم حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت په نظر کې لري د هرات ولایت اړوند د تورغندۍ مدیریت کې د اداري ودانۍ جوړولو پروژه د ( AOGC/NCB/1405/W- 39-Rebid ) تشخیصیه نمبر لرونکې، د سایمن ساختماني شرکت چې د ( D-032679 ) جواز لرونکی او د هرات ولایت مرکز د کارته امین سیمه کې واقع دی په مجموعي قیمت ( ( 10,391,810 .00 لس میلیونه دری سوه یو نوي زره، آته سوه او لس افغانۍ تړون (قرارداد) کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دغه برخه کې هر ډول نیوکه (اعتراض) لري کولای شي د خپریدو (اعلان) د نېټې څخه تر (5) کاري ورځو پورې په رسمي بڼه له دلایلو سره( د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت اړوند د تدارکاتو آمریت) چې د خیرخانې د کوتل په سر د 17 ناحیې سره موقعیت لري د تدارکاتو د طرزالعمل د دریمې (3) فقرې او څلور اتیاوم حکم په اساس وړاندې کړي نوموړې خبرتیا د تړون (قرارداد) په معنی نه ده تر یاد شوي وخت او قانوني پړاوونو تر بشپړیدو وروسته یاد تړون ( قرارداد ) تړل کیږي