Afghanistan Oil & Gas Corporation

د هرات ولایت د تورغونډۍ ۵۸ امارتي تیلو ټانک د داوطلبۍ خبرتیا!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د هرات ولایت د تورغندی ۵۸ تیلو ټانک د تړون له لارې په کرایه ورکوي.

د هرات ولایت د تورغونډۍ ۵۸ امارتي تیلو ټانک د داوطلبۍ خبرتیا!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د هرات ولایت د تورغندی ۵۸ تیلو ټانک د تړون له لارې په کرایه ورکوي.

هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد جایدا (د تورغندی ۵۸ تیلو ټانک) د کرایې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه بیا تر ۲/۸/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۲/۵/۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري ، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د هرات ولایت نفت او ګاز ریاست او یا د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.

د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان په ۳/۸/۱۴۰۵هـ.ش نېټه، چې د یکشنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي.