Afghanistan Oil & Gas Corporation

د هرات ولایت د روزنک ذخایرو څخه د کابل ولایت بادام باغ/بینی نیزار ذخایرو ته (له 1000 تر 1200 ټنه) ډیزلو د لېږد پروژې اعلان

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د چهارچوبی تړون په بڼه، له هرات ولایت د…

 د هرات ولایت د روزنک ذخایرو څخه د کابل ولایت بادام باغ/بینی نیزار ذخایرو ته (له 1000 تر 1200 ټنه) ډیزلو د لېږد پروژې اعلان

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د چهارچوبی تړون په بڼه، له هرات ولایت د روزنک ذخایرو څخه د کابل ولایت د بادام باغ/بینی نیزار ذخایرو ته له 1000 تر 1200 ټنه پورې ډیز لود لېږد په پروژه کې، چې د تشخیصیې شمېره یې AOGC/PR/RFQ/1405-02 (53) ده، په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

درانه داوطلبان کولای شي د یادې شوې پروژې شرطنامه په هارډ کاپي بڼه د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت څخه د رسمي کاري ساعتونو په جریان کې ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطنامې له درج شوو شرایطو او د قراردادونو د نوي قانون او تدارکاتي طرزالعمل له احکامو سره سم، په سر تړلې بڼه، د آفرونو د پرانیستلو په غونډه کې چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ۰۳/۲۹ نېټې، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ۰۶/۲۱ نېټې سره سمون خوري، د شنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت، اداري تعمیر ته، چې په ۱۷مه ناحیه، سرکوتل خیرخانه کې موقعیت لري، وړاندې کړي.