Afghanistan Oil & Gas Corporation

د هرات ولایت د مولوي صاحب ذخایرو څخه د کابل ولایت بادام باغ/بینی نیزار ذخایرو ته (له ۱۱۰۰ تر ۱۲۰۰ ټنه ) ډیزلو د لېږد پروژې اعلان

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د چهارچوبی تړون په بڼه، له هرات ولایت د…

 د هرات ولایت د مولوي صاحب ذخایرو څخه د کابل ولایت بادام باغ/بینی نیزار ذخایرو ته (له ۱۱۰۰ تر ۱۲۰۰ ټنه ) ډیزلو د لېږد پروژې اعلان

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د چهارچوبی تړون په بڼه، له هرات ولایت د مولوي صاحب ذخایرو څخه د کابل ولایت د بادام باغ/بینی نیزار ذخایرو ته )له ۱۱۰۰ تر ۱۲۰۰ ټنه) پورې ډیز لود لېږد په پروژه کې، چې د تشخیصیې شمېره یې AOGC/PR/RFQ/1405-02 (52) ده، په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه، د رسمي کاري وختونو په جریان کې ترلاسه کړي.

درانه داوطلبان مکلف دي، چې خپل آفرونه د شرطپاڼې او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له حکمونو سره سم، په تړلې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۳) کاري ورځو پورې، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل د ښاروالۍ ۱۷مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري.

د آفرونو د پرانیستې غونډه په شرطپاڼې کې د ټاکل شوې نېټې مطابق، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت په اداري ودانۍ کې ترسره شي.

یادونه: له ټاکلي وخت څخه وروسته رسېدلي آفرونه او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.