Afghanistan Oil & Gas Corporation
د هرات ولایت د مولوي صاحب ذخیرې د یوې جریب ځمکې د اجارې ورکولو د مزایدې اعلان
د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د هرات ولایت اړوند د ذخیره مولوي صاحب په سیمه کې یوجریب سپینه ځمکه د تړون له لارې په کرایه…
د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د هرات ولایت اړوند د ذخیره مولوي صاحب په سیمه کې یوجریب سپینه ځمکه د تړون له لارې په کرایه ورکوي.
هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد جایدا (یو جریب سپنې ځمکې) د کرایې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۸/۶/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۷/۴/۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري ، د غوښتنلیک له وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د هرات ولایت نفت او ګاز ریاست او یا د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.
د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان په ۲۹/۶/۱۴۰۵هـ.ش نېټه، چې د یکشنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي.