Afghanistan Oil & Gas Corporation

د هرات ولایت له مولوي صاحب ذخایرو څخه د کابل ولایت د بادام‌باغ/بینی‌نیزار ذخایرو ته د ډیزلو د لېږد پروژې خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د چهارچوبي تړون په ترڅ کې د هرات ولایت له مولوي صاحب…

د هرات ولایت له مولوي صاحب ذخایرو څخه د کابل ولایت د بادام‌باغ/بینی‌نیزار ذخایرو ته د ډیزلو د لېږد پروژې خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د چهارچوبي تړون په ترڅ کې د هرات ولایت له مولوي صاحب ذخیرو څخه د کابل ولایت د بادام‌باغ/بینی‌نیزار ذخیرو ته له (۱۰۰۰ تر ۱۱۰۰ ټنه) پورې د ډیزلو د لېږد پروژې، چې د AOGC/PR/RFQ/1405-02 (59) تشخیصیې شمېرې لرونکې ده، په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

درانه داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په فزیکي بڼه، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه، په رسمي کاري ساعتونو کې ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له درج شویو شرایطو او نافذه تدارکاتي قوانینو او مقرراتو سره سم، په سر تړلې بڼه، د دغې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د (۲) ورځو په موده کې د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته وړاندې شوي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

داوطلبان مکلف دي چې د یادې پروژې د آفر تضمین اظهارنامه مهر او لاسلیک کړي او له خپل آفر سره یې ضمیمه کړي.