Afghanistan Oil & Gas Corporation

د هرات ولایت ۵۶ ټانک تېلو ترڅنګ د درې‌پوړیزې ودانۍ د اجارې ورکولو د داوطلبۍ بیا خبرتیا

د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت، د شرکتونو لوی ریاست اړوند، خپل ملکیت چې د هرات ولایت په مرکز کې د امارتي تېلو ټانک ۵۶ نمبر ترڅنګ موقعیت لرونکې درې…

د هرات ولایت ۵۶ ټانک تېلو ترڅنګ د درې‌پوړیزې ودانۍ د اجارې ورکولو د داوطلبۍ بیا خبرتیا

د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت، د شرکتونو لوی ریاست اړوند، خپل ملکیت چې د هرات ولایت په مرکز کې د امارتي تېلو ټانک ۵۶ نمبر ترڅنګ موقعیت لرونکې درې پوړیزه ودانۍ ده، غواړي خپل یاد جایداد قرارداد له لارې په کرایه ورکړي.

هغه افراد، اشخاص او شرکتونه چې د یادې ودانۍ د کرایې قرارداد ترلاسه کولو هیله لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۶/۱۸ هـ.ش پورې، چې د ۱۴۴۸/۳/۲۷ هـ.ق سره سمون لري، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د یادې ودانۍ د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د هرات ولایت د نفت او ګاز ریاست څخه، یا هم د افغانستان امارتي د نفت او ګاز امارتي شرکت د سوداګریزو جایدادونو او د جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.ټول ګډونوال دې په ټاکلې نېټه د خپلو وړاندیزونو د پرانیستې (بازګشایۍ) په غونډه کې د ګډون لپاره حاضر شي .د شرطنامې له مخې، نغدي تضمین اخیستل کېږي.