Afghanistan Oil & Gas Corporation
د هلمند ولایت د ۱۷ باب دوکانونو د اجارې ورکولو د داوطلبۍ اعلان!
د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت، د هلمند ولایت د مرکز ي امارتي تیلو ټانک ترڅنګ 17 بابه دوکانونه د تړون له لارې په…
د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت، د هلمند ولایت د مرکز ي امارتي تیلو ټانک ترڅنګ 17 بابه دوکانونه د تړون له لارې په کرایه ورکوي.
هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد جایدا (17 بابه دوکانونه) د کرایې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه بیا تر ۴ / ۷ /۱۴۰۵ هـ ش ، چې د ۱۴ / ۴ /۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د ( ۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د هلمند ولایت نفت او ګاز مدیریت او یا د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷ مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.
د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان د ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ش نېټه، چې د یکشنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت ته مراجعه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي .