Afghanistan Oil & Gas Corporation
د (ودانیو، ذخایرو او نورو) د ساتنې، مراقبت رنګمالي پروژې، د تړون د ورکړې خبرتیا!
د تدا ر کاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او (84) حکم پر بنسټ، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان د نفت او ګاز شرکت…
د تدا ر کاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او (84) حکم پر بنسټ، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان د نفت او ګاز شرکت په پام کې لري، د بلخ ولایت اړوند د (ودانیو، ذخایرو او نورو) د ساتنې، مراقبت رنګمالي پروژه، چې د AOGC/NCB/1404/W-35 تشخیصیه شمېره لري، له شهباز حرمت لوژستیکی، انجنیري خدماتو او ساختماني شرکت سره چې د (۳۹۹۷۱ D- ) شمېرې جواز لرونکی او کابل مرکز کارته سه په سیمه کې موقعیت لري، د ( ۸،۹۸۹،۸۹۸.۰۰ ) آته میلیونه، نهه سوه نه آتیا زره او آته سوه آته نوي افغانۍ په مجموعي قیمت سره تړون وکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې د یادې پروژې د تړون د ورکړې په اړه هر ډول اعتراض یا نیوکه ولري، د تدارکاتو د طرزالعمل د (۳) فقرې او (۸۴) حکم پر بنسټ کولای شي، د دغې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۵) کاري ورځو پورې خپل اعتراض، له اړوندو دلایلو او اسنادو سره یو ځای، په رسمي ډول د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار، خیرخانې کوتل، د ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وړاندې کړي.