Afghanistan Oil & Gas Corporation

د ولایتونو لپاره د افغانستان نفت او ګاز شرکت د اړتیا وړ تخنیکي وسایلو د پېرلو پروژې د تړون‌ورکړې خبرتیا!

د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او (۸۴) حکم پر بنسټ، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان د نفت او ګاز شرکت په…

د ولایتونو لپاره د افغانستان نفت او ګاز شرکت د اړتیا وړ تخنیکي وسایلو د پېرلو پروژې د تړون‌ورکړې خبرتیا!

د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او (۸۴) حکم پر بنسټ، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان د نفت او ګاز شرکت په پام کې لري، چې د نفت او گاز امارتی شرکت لپاره د ولایاتو تکنالوژی وسایلو پیرودلو پروژي تړون په ( AOGC/NCB/1405/G- 25) تشخیصیه نمبر د عقابان فلک ساختمانی او لوژستیکی خدماتو شرکت سره چې د ( 62504 ) جواز لرونکی د کابل ولایت د تایمنی پروژی ۵ ام سرک، څلورم ناحيي اړوند واقع دی په حداقل مجموعي قیمت ( 4,458,800 ) څلور میلیونه، څلور سوه اته پنځوس زره او اته سوه افغانۍ او حداکثر مجموعی قیمت ( 9,357,160 ) نه میلیونه، دري سوه اوه پنځوس زره او یوه سوه شپیته افغانی تړون (قرارداد ) کړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دغه برخه کې هر ډول اعتراض لري کولی شي خپل اعتراض د اعلان د نېټې څخه تر ( 5 ) کاري ورځو پورې په رسمي بڼه له دلایلو سره( د افغانستان د نفت او ګاز شرکت اړوند د تدارکاتو آمریت) چې د خیرخانې د کوتل په سر د 17 ناحیې سره موقعیت لري د تدارکاتو د طرزالعمل د څلور اتیا مادې حکم په اساس وړاندې کړي نوموړې خبرتیا د تړون ( قرارداد) په معنی نه ده تر یاد شوي وخت او قانوني پړاوونو تر بشپړیدو وروسته یاد تړون ( قرارداد ) تړل کیږي.