Afghanistan Oil & Gas Corporation
د پروان ولایت د پل متک تېلو ټانک د اجارې ورکولو داوطلبۍ خبرتیا!
د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د پروان ولایت د پل مټک تیلو ټانک د تړون له لارې په کرایه ورکوي.
د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د پروان ولایت د پل مټک تیلو ټانک د تړون له لارې په کرایه ورکوي.
هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد جایدا (د پل مټک تیلو ټانک) د کرایې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه بیا تر ۲۰/۸/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۳۰/۵/۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري ، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د پروان ولایت نفت او ګاز مدیریت او یا د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.
د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان په ۲۱/۸/۱۴۰۵هـ.ش نېټه، چې د پنجشنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي.