Afghanistan Oil & Gas Corporation
د کابل نفت او ګاز ریاست د خدماتي کارکوونکو لپاره د ژمنیو جامو د تدارک پروژې د داوطلبۍ خبرتیا!
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د کابل نفت او ګاز ریاست د خدماتي کارکوونکو لپاره د ژمنیو جامو د تهیه او تدارک په موخه، پر شرایطو…
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د کابل نفت او ګاز ریاست د خدماتي کارکوونکو لپاره د ژمنیو جامو د تهیه او تدارک په موخه، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د بیعالسلم په بڼه د بالمقطع تړون له لارې د تدارکاتي پروژې په داوطلبۍ کې، چې د AOGC/PR/RFQ/1405/21 تشخیصیه شمېره لري، ګډون وکړي.
درانه داوطلبان کولای شي، د یادې پروژې د نرخ غوښتنې اسنادو چاپي نسخې په رسمي کاري ساعتونو کې د افغانستان نفت او ګاز شرکت د کابل ولایت ریاست د تدارکاتو له مدیریت څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي، خپل نرخونه د نرخ غوښتنې په اسنادو کې د درج شویو شرایطو او مشخصاتو له مخې ترتیب او بشپړ کړي او د آفرونو د پرانیستلو په ټاکل شوې نېټه یې د کابل نفت او ګاز ریاست د تدارکاتو مدیریت ته، چې د کابل ښار، د خیرخانې کوتل په سیمه کې د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
له ټاکلې مودې وروسته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د سهشنبې په ورځ، د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د پنځمې میاشتې په ۱۵مه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د لړم میاشتې له ۵مې نېټې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د کابل نفت او ګاز په ریاست کې ترسره شي.