Afghanistan Oil & Gas Corporation

د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ د دولتي ټانک تېلو د اجارې ورکولو د بیا داوطلبۍ اعلان!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د کابل ولایت د سروبې ولسوالی تیلو ټانک د تړون له لارې په کرایه ورکوي.

هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد جایدا (د سروبې ولسوالی تیلو ټانک) د کرایې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه بیا تر ۲۶/۷/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۶/۵/۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري ، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.

د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان په ۲۷/7/۱۴۰۵هـ.ش نېټه، چې د دوشنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي.