Afghanistan Oil & Gas Corporation

د کابل ښار د شلمې ناحیې په سنګ‌نوشته سیمه کې د (۲۰۴۰مترمربع) سپنې ځمکې په اجارې ورکولو د مزایدې خبرتیا!

د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د کابل ښار د شلمې ناحیې اړوند په سنګ‌نوشته سیمه کې (۲۰۴۰مترمربع) سپنه ځمکه د اجارې ورکولو په موخه د…

د کابل ښار د شلمې ناحیې په سنګ‌نوشته سیمه کې د (۲۰۴۰مترمربع)  سپنې ځمکې په اجارې ورکولو د مزایدې خبرتیا!

د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د کابل ښار د شلمې ناحیې اړوند په سنګ‌نوشته سیمه کې (۲۰۴۰مترمربع) سپنه ځمکه د اجارې ورکولو په موخه د مزایدې له لارې وړاندې کوي.

ټول هغه اشخاص او شرکتونه چې د یادې ځمکې د اجارې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۹/۴ هـ.ش، چې د ۱۴۴۸/۶/۱۴ هـ.ق نېټې سره سمون لري، پورې د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه ترلاسه کړي.

یاد معاونیت د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري.

ټول داوطلبان دې د وړاندیزونو د پرانیستې په غونډه کې د ګډون په موخه د ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ش نېټه، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت ته مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم اخیستل کېږي.