Afghanistan Oil & Gas Corporation
د کندهار ولایت د ده خواجه امارتي ټانک تېلو د ۷۸۴ متره مربع ځمکې د اجارې ورکولو د داوطلبۍ بیا اعلان
د افغانستان امارتي د نفت او ګاز شرکت ، چې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست اړوند دی، د کندهار ولایت د ده خواجه تیلو ټانک خپله 784 متره مربع ځمکه د قرارداد له…
د افغانستان امارتي د نفت او ګاز شرکت ، چې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست اړوند دی، د کندهار ولایت د ده خواجه تیلو ټانک خپله 784 متره مربع ځمکه د قرارداد له مخې په کرایه ورکوي .
هغه افراد، اشخاص او شرکتونه چې د یادې ځمکې د قرارداد اخیستو هیله لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۹ / ۶ /۱۴۰۵ هـ ش ، چې د ۱۸ /۳/۱۴۴۸ هـ ق سره سمون لري، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د یادې ځمکې د داوطلبۍ شرطنامه د ) ۱۰۰۰ ( افغانیو په بدل کې د کندهار ولایت د نفت او ګاز آمریت یا هم د افغانستان امارتي د نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او د جوازونو د ثبت له مرستیالۍ څخه، چې د کابل ښار، کوتل خیرخانه، د ښاروالۍ د ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي .
ګډونوال دې په ټاکل شوې نېټه د وړاندیزونو د پرانیستې په غونډه کې د ګډون لپاره مراجعه وکړي .
د شرطنامې له مخې، تضمین به اخیستل کېږي .