Afghanistan Oil & Gas Corporation

د کندهار ولایت د شوراندام سیمې د دویمې برخې(۵۷۶۴) مترمربع ځمکې په اجارې ورکولو د مزایدې د تمدید خبرتیا!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، مخکې د کندهار ولایت په شوراندام سیمه کې 5764 مترمربع (دوهم برخه) سپینه ځمکه، چې د همدې…

د کندهار ولایت د شوراندام سیمې د دویمې برخې(۵۷۶۴) مترمربع ځمکې په اجارې ورکولو د مزایدې د تمدید خبرتیا!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، مخکې د کندهار ولایت په شوراندام سیمه کې 5764 مترمربع (دوهم برخه) سپینه ځمکه، چې د همدې امارتي شرکت ملکیت دی، د اجارې ورکولو په موخه د (۱۰) تقویمي ورځو لپاره د مزایدې اعلان ته سپارل شوې وه، اوسمهال د یادې ځمکې د مزایدې د اعلان موده د مخکیني اعلان د پای نېټې (۱۷/۸/۱۴۰۵) څخه د نورو (۶۰) تقویمي ورځو لپاره تمدیدېږي.

هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد جایداد [5764 مترمربع (دوهم برخه)] سپنې ځمکې د کرایې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د ۱۷/۸/۱۴۰۵ نېټې څخه تر ۱۵/۱۰/۱۴۰۵هـ ش، چې د ۲۶/۷/۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري ، د غوښتنلیک له وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د کندهار ولایت نفت او ګاز آمریت او یا د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.

د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان د ۱۵/۱۰/۱۴۰۵هـ.ش نېټه، چې د چهار شنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت ته مراجعه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي.