Afghanistan Oil & Gas Corporation
د کندهار ولایت د نمایندګۍ د اداري ودانۍ د دوهم منزل د کار د بشپړیدو پروژه د تړون د ورکړې خبرتیا!
د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او څلور اتیاوم (۸۴) حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې د شرکتونو عمومی ریاست ا ړوند د افغانستان د نفت او…
د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او څلور اتیاوم (۸۴) حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې د شرکتونو عمومی ریاست ا ړوند د افغانستان د نفت او ګاز شرکت په پام کې لري د کندهار ولایت د نمایندګۍ د اداري ودانۍ د دوهم منزل د کار د بشپړیدو پروژه چې د AOGC/NCB/1405/W-21 تشخیصیه شمېره لري، له هیواد عثمانی ساختمانی او لوجستیکی شرکت ، چې د (77300) جواز لرونکی نوی سرک ایوبی صحت مارکیت ، مرکز کندهار ، کې موقعیت لري، د ( 5,986,600 .00.00) پنځه میلیونه نهه سوه شپږ آتیا زره او شپږ سوه افغانۍ په مجموعي قیمت سره تړون وکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض یا نیوکه ولري د تدارکاتو د طرزالعمل د (۳) فقرې او (۸۴) حکم پر بنسټ کولای شي، د دغې خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر (۵) کاري ورځو پورې خپل اعتراض یا نیوکه، له اړوندو دلایلو او اسنادو سره یو ځای، په رسمي ډول د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار، خیرخانې کوتل، د ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وړاندې کړي.