Afghanistan Oil & Gas Corporation
د کندهار ولایت په شوراندام ساحه کې د ځمکې لومړۍ برخه(۴۵۶۶ مترمربع) د مزایدې بیاځلې خبرتیا!
د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د کندهار ولایت په ښوراندام سیمه کې 4566 مترمربع (اول قسمت) سپنه ځمکه د تړون له لارې په کرایه…
د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د کندهار ولایت په ښوراندام سیمه کې 4566 مترمربع (اول قسمت) سپنه ځمکه د تړون له لارې په کرایه ورکوي.
هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد جایداد [4566 مترمربع (اول قسمت)] سپنې ځمکې د کرایې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۶/۸/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۲۶/۵/۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري ، د غوښتنلیک له وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د کندهار ولایت نفت او ګاز آمریت او یا د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.
د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان د ۱۷/۸/۱۴۰۵هـ.ش نېټه، چې د یکشنبې له ورځې سره سمون لري، د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي.