Afghanistan Oil & Gas Corporation

د کندهار ولایت په شوراندام ساحه کې د ځمکې څلورمې برخې(۲۰۲۵مترمربع) د مزایدې بیاځلې خبرتیا!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د کندهار ولایت په ښوراندام سیمه کې 2025 مترمربع (څلورم قسمت) سپنه ځمکه د تړون له لارې په…

د کندهار ولایت په شوراندام ساحه کې د ځمکې څلورمې برخې(۲۰۲۵مترمربع) د مزایدې بیاځلې خبرتیا!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د کندهار ولایت په ښوراندام سیمه کې 2025 مترمربع (څلورم قسمت) سپنه ځمکه د تړون له لارې په کرایه ورکوي.

هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد جایداد(2025 مترمربع (څلورم قسمت) سپنې ځمکې د کرایې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۷/۸/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۲۷/۵/۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري ، د غوښتنلیک له وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د کندهار ولایت نفت او ګاز آمریت او یا د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.

د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان د ۱۸/۸/۱۴۰۵هـ.ش نېټه، چې د دوشنبې له ورځې سره سمون لري، د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت ته مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي.