Afghanistan Oil & Gas Corporation

د ۱۰ باب ۲۰ فوټه کانتینرونو د لیږد اجارې‌تړون د ورکړې خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د افغانستان نفت او ګاز شرکت له مرکزي دفتر…

د ۱۰ باب ۲۰ فوټه کانتینرونو د لیږد  اجارې‌تړون د ورکړې خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د افغانستان نفت او ګاز شرکت له مرکزي دفتر څخه هرات ولایت ته د ۱۰ باب ۲۰ فوټه کانتینرونو د لیږد د اجارې تړون‌ورکړې په پروژه کې، چې د AOGC/PR/RFQ/1405(05) تشخیصیه شمېره لري، ګډون وکړي.

درانه داوطلبان کولای شي، د یادې پروژې شرطپاڼه په فزیکي(هارډ) بڼه، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه، په رسمي کاري ساعتونو کې ترلاسه کړي.

پر شرایطو برابر ټول داوطلبان مکلف دي، چې خپل آفرونه د شرطپاڼې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو د نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم، په سر تړلې بڼه، د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د (۵) کاري ورځو په موده کې، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

له ټاکلې مودې وروسته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې لېږل شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.