Afghanistan Oil & Gas Corporation
د ۵۹ قلعه امارتي تېلو ټانک د بیارغونې او برنډینګ د پانګونې خبرتیا
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت په پام کې لري، چې د بادغیس ولایت اړوند خپل ملکیت، ۵۹ قلعه امارتي تېلو ټانک، د امتیازي تړون پر بنسټ د…
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت په پام کې لري، چې د بادغیس ولایت اړوند خپل ملکیت، ۵۹ قلعه امارتي تېلو ټانک، د امتیازي تړون پر بنسټ د خصوصي پانګهوالو په پانګونه ورغوي او برنډینګ یې ترسره کړي.
هغه حقیقي او حقوقي اشخاص او شرکتونه چې په یاده پروژه کې د پانګونې لېوالتیا لري، کولای شي د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۷/۲/۱۴۰۵ هـ.ش، چې له ۱۲/۴/۱۴۴۸ هـ.ق نېټې سره سمون لري، خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.
د یادې پروژې د بیارغونې او برنډینګ د شرطپاڼې یوه نسخه د( ۱۰۰۰ ) افغانیو په بدل کې د بادغیس ولایت د نفت او ګاز مدیریت او یا هم د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل، د ښاروالۍ اوولسمې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.
یادونه: د شرطپاڼې له مخې له داوطلبانو څخه تضمین اخیستل کېږي.