Afghanistan Oil & Gas Corporation
له کابل ولایت څخه د غور ولایت د مایع نفت او ګاز موادو مدیریت ته د ۴ قلمو اجناسو د لېږد پروژې
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، له ټولو شرایطو وړ داوطلبانو څخه په درنښت بلنه کوي، څو د اجارې قرارداد د داوطلبۍ په پروسه کې (د ۴ قلمو…
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، له ټولو شرایطو وړ داوطلبانو څخه په درنښت بلنه کوي، څو د اجارې قرارداد د داوطلبۍ په پروسه کې (د ۴ قلمو اجناسو د لېږد پروژه، چې ۱۵ د لس فوټه کانتینرونه، ۳۰۰ د ګاز بالونونه، ۱۵ د ترازو پایې او ۱۵ د ګاز ډکولو ماشینونو پایې پکې شاملې دي، د بالمقطع قرارداد له مخې، د تشخیصیه نمبر AOGC/PR/RFQ/1405(02) لرونکې) کې ګډون وکړي.
درانه داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطنامه په هارډ بڼه د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه په رسمي کاري وختونو کې ترلاسه کړي او خپلې آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د عقودو د نوي قانون او تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په سر بسته توګه، د آفرګشایۍ په غونډه کې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ۰۶/۰۴ نېټې، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ۲۸/۰۶ نېټې سره سمون لري، د شنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت، اداري تعمیر ته، چې د ۱۷مې ناحیې، سرکوتل خیرخانې په سیمه کې موقعیت لري، وړاندې کړي.