Afghanistan Oil & Gas Corporation

د مرکز او ولایتونو لپاره د نفت کش وسایطو پرزو د پېرلو

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، ترڅو په 1405 مالي کال کې د افغانستان د نفت او…

د مرکز او ولایتونو لپاره د نفت کش وسایطو پرزو د پېرلو

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، ترڅو په 1405 مالي کال کې د افغانستان د نفت او ګاز امارتی شرکت د مرکز او ولایتونو لپاره د نفت کش وسایطو پرزو په پروژه کې، چې د تشخیصیه نمبر ( AOGC/NCB/1405/G- 17 ) لري، ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د دې پروژې شرطپاڼه په سافټ بڼه په رسمي ډول د افغانستان نفت او ګاز دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي.

پر شرایطو برابر ټول داوطلبان مکلف دي؛ ترڅو خپل آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو او د نافذه تدارکاتي قوانینو او مقرراتو مطابق، په تړلي بڼه، د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ( 11 ) تقویمي ورځو پورې د افغانستان نفت او ګاز دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته وړاندې شوي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

داوطلبان مکلف دي چې د نوموړې پروژې د آفر تضمین اظهارنامه مهر، لاسلیک او له خپل آفر سره ضمیمه کړي.