Afghanistan Oil & Gas Corporation
د افغانستان نفت او ګاز شرکت او د اذربایجان د نفت دولتي شرکت(SOCAR) ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وشوې
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس، ملا فیضالله تمیم په مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی، چې د افغانستان نفت او ګاز شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلی محمد نصیر…
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس، ملا فیضالله تمیم په مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی، چې د افغانستان نفت او ګاز شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلی محمد نصیر «رحیمي» هم ورسره ملتیاکوله، په باکو کې د دغه هېواد د اقتصاد وزارت له مرستیال ښاغلي انار اخندوف سره ولیدل.
په دغه ناسته کې د افغانستان نفت او ګاز شرکت او د اذربایجان د نفت دولتي شرکت(SOCAR)ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، پانګیزو فرصتونو د ارزونې او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په تړاو هر اړخیز بحث وشو.
ښاغلي رحیمي د هېواد د انرژۍ سکتور د پانګونې لپاره مناسب وباله او د نړیوالو، په ځانګړې توګه د تجربه لرونکو شرکتونو سره د اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
بل لور ته، د سوکار استازو د همکاریو د پراخولو لېوالتیا څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د ګډو پروژو د عملي کېدو لپاره به لازم ګامونه پورته کړي.
دواړو لورو د نفت او ګاز په سکتور کې د همکاریو پر پراخولو، د تخنیکي تجربو شریکولو او د پانګونې د جذب پر اغېزمنو لارو ټینګار وکړ او هوکړه وشوه چې د باور فضا به لا پیاوړې او ګډې پروژې به عملي پړاو ته داخلې شي.
همداراز پرېکړه وشوه چې تخنیکي ډلې به خپلې ناستې دوامداره وساتي، څو شوې هوکړې عملي بڼه خپله کړي.
د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت هڅه کوي چې د بهرنۍ پانګې په جذب سره په دې سکتور کې بنسټیزې پروژې پلي کړي.